دپېښور پوليسو انتهائي مطلوب اجرتي قاتل ووژلو
پېښور( وحدت خبر) دپېښورو پوليسو سره په يوه مقابله کښې انتهائي مطلوب اجرتي قاتل مير اسلم عرف ميرو وژل شوې دے، دغه خبره دپېښور کيپټل سټي پوليس په يو بيان کښې کړې ده.
دبيان ترمخه ملزم مختلفو تاڼو ته دشوکې، ډاکې اؤ نورو سنګينو جرمونو کښې مطلوب ؤ چې پکښې دپهندو، ګلبهار، څوکنو، داودزئي، خزانې اؤ فقيراباد تاڼې شامل دي.
ملزم پېشه وارانه اجرتي قتل او په ګڼو پېښو کښې کړ پاتې شوے ؤ، دبيان ترمخه هغه اووه کاله وړاندې حميدالله په شهاب خيل کښې دلسو لکو روپو په اجرت قتل کړے ؤ.
دوه کاله وړاندې هغه خالد نومې تن دپهندو تاڼې په حدودو کښې وژلے ؤ، څلور کاله وړاندې ئې بابو دواحد ګړهۍ اوسيدونکے قتل کړے ؤ. شپږ اووۀ کاله وړاندې ئې زلمے په تنګي چارسده کښې ديونيم لک روپو په اجرت وژلے ؤ.څلور کاله وړاندې ئې دصابر دشمن په مردان کښې په اجرت وژلے ؤ. دسي سي پي او پېښور په هدايت دپېښور پوليس لخوا دجرائم پيشه عناصرو خلاف کارروايۍ روانې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0