ايراني پارلمان ديورپي ملکونو فوجونه ترهه ګره ډله وګرځوله
تهران( ميډيا رپورټ) ايراني پارلمان ديورپي يونين ملکونو فوجونه ترهه ګره ډله ګرځولې ده، دغيرملکي خبري ادارې ترمخه دا اقدام ديورپي يونين له لوري دايراني پاسداران انقلاب د دهشت ګرد تنظيم ګرځولو ردعمل دے. دپارليمان په اجلاس کښې ارکانو کښې د پاسداران انقلاب سره ديو والي داظهار په توګه دپاسداران انقلاب شنې وردۍ اغوستې وې. دايران دسرکاري ټي وي فوټيج کښې کښې کتل کيدے شي چې اراکين په اجلاس کښې دامريکا مرده باد، اسرائيل مرده باد اؤ يورپه شرمه وکړه پشان نعرې وهي. ديورپي يونين دفيصلې غيرذمه وارانه اقدام ګرځولو سره سپيکر محمد باقر قاليباف وئيلي دپاسداران انقلاب دهشتګرد تنظيم ګرځولو خلاف جوابي اقداماتو په اړه دې دقانون ارټيکل ٧م لاندې ديورپي ملکونو فوجونه دهشت ګرده ډله وګڼلے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0