پنجاب،دجنجيانو ګاډے ټرک سره وجنګيدو،څلور مړۀ
لاهور( ميډيا رپورټ) دپنجاب په لودهران ضلع کښې دجنجيانو يو ګاډے اؤ ټرک جنګيدلي دي چې له امله ئې څلور کسان مړۀ اؤ ٢٩ ژوبل شويدي، دپوليسو ترمخه دا پېښه په لودهران کښې دمنډهالي موړ سره نزدې شوې ده چرته چې دجنجيانو ګاډے اؤ ټرک جنګيدلي دي. دپوليسو وينا ده چې ژوبل شوو کسانو کښې دشپږو حالت تشويشناک ښودلے شي، دحادثې داطلاع ترلاسه کيدو سره سم پوليس او دريسکيو ټيمونه موقعې ته رسيدلي، لاشونه اؤ ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0