دائي ايس ائي دپخواني مشر جنرل(ر) فيض حميد دورور خلاف امدن نه دزياتو اثاثو کيس کښې انکوائري شروع
اسلام اباد: دخفيه ادارې انټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) دپخواني ډي جي فيض حميد دورور نجف حميد په ضد دکرپشن کيس اؤ امدن نه دزياتو اثاثو انکوائري شروع کړے شوې ده.
دميډيا رپورټ ترمخه دذريعو وينا ده چې ايف ائي اے اينټي کرپشن سيل دفيض حميد دورور خلاف انکوائري شروع کړې ده.
دنجيف حميد په اړه دټولو ادارو نه تفصيلات غوښتل شوي او دهغه دبينک اکاونټونو تفصيلات هم غوښتل شويدي.
درپورټ ترمخه دنجف حميد دګرفتارۍ لپاره دايف ائي اے له لوري په مختلفو ځايونو چهاپې وهل شوي خو هغه نيول شوے نۀ دے.
په ډاګه دې وي چې دزمکې سکينډل کيس کښې داسلام اباد ځانګړي عدالت له دې وړاندې دنجف حميد ضمانت منسوخ کړے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0