بلوچستان کښې دسي ټي ډي کارروائي،١٠ ترهه ګر ووژل شول
کوئټه( وحدت خبر) دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې دبلوچستان په پشين ض لع کشې کارروائي کړې ده اؤ لس دهشت ګرد ئې وژلي دي، دکارروايۍ په دوران لس اهلکار هم ژوبل شويدي. دنهې په ورځ دوزيراعلى خصوصي مرستيال شاهد رند سره مشترکه پريس کانفرنس ته وينا کښې ډي ائي جي سي ټي ډي اعتزاز احمد ګورايه ووئيل سي ټي ډي په پشين کښې کارروايۍ په دوران لس دهشت ګرد وژلي دي.ډي ائي جي سي ټي ډي اعتزاز احمد ګورايه وئيلي دکارروايۍ په دوران د دهشت ګردو دقبضې نه په لوئې مقدار کښې وسله اؤ چاؤديدونکي مواد برامد شويدي چې پکښې راکټ لانچر، هينډ ګرينيډ اؤ کلاشنکوف شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0