تيراه کښې ريسکيو اپريشن مکمل، روډدتګ راتګ لپاره بحال
خېبر( ميډيا رپورټ) دقبائيلي ضلعې خېبر لرې پرتې سيمې تيراه کښې څلور ورځنے ريسکيو اپريشن مکمل کړے شوے اؤ روډ دتګ راتګ لپاره بحال کړے شوے دے، دضلع خېبر ريسکيو١١٢٢ ترجمان مقصودعالم جيو نيو ته وئيلي دلسمې جنورۍ راهسې تيراه کښې خلقو کډې شروع کړيدي خو په ٢٢مه جنورۍ دواورې وريدو په وجه کډه کوونکي په سلګونو متاثره کورنۍ په لاره کښې ګيرې شوې ، دزنانه ؤ اؤ ماشومانو پشمول په سلګونو متاثرين په ټرکونو کښې ګير شول، په ٢٢مه جنورۍ داعلي چارواکو په احکاماتو ريسکيو اپريشن شروع کړے شو. دترجمان ترمخه په دې دوران په اپريشن کښې دضلع خېبر نه علاوه پېښور، مردانو صوابۍ اؤ دنوښار ريسکيو ټيمونو برخه اخسته، مين روډ نه دواورې لرې کولو نه پس دمتاثرينو دريسکيو کولو کار شروع کړے شوے. دڅلور ورځني ريسکيو اپريشن نه پس باړېنه تيراه ته غزيدلے مين روډ په مکمله توګه دتګ راتګ لپاره بحال کړے شوے دے. په دې دوران دټي ډي پيز وړونکو ٤٨٠ ګاډو پشمول ٢٤٠٠ متاثرين په کاميابۍ سره ريسکيو کړے شويدي، په واوره کښې نښتو دوه سوه نه زيات زخميانو اؤ مريضانو ته طبي امداد ورکړے شوے دے. دترجمان مقصود عالم ويناده چې داپريشن مکمل کيدوز باجود دتيراه په دريوو مقاماتو پائندي چينه، دوه توئي اؤ مهربان کلي په مقام دريسکيو بيس کيمپ قائم کړے شوے دے. دريسکيو اپريشن لپراه ١٧٠ اهلکار، ٢٧ وهيکلز،٢١ ايمبولينسونه، څلور ايکسيويټرز، شپږ ټريکټرز پشمول نورنه مشينري تعينات کړے شوې ده، ددېنه علاوه دسي اينډ ډبليو محکمې هائي ويز عمله اؤ مشينري هم تعينات ده. داپريشن مکمل کيدو سره سم دتيراه ميدان متاثرينو رجسټريشن عمل بيا شروع کړے شوے دے، درجسټريشن څلور واړه مرکزونه بحال کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0