لبنان اؤ غزه کښې حملې،څلور کسان شهيدان

Jan 25, 2026 - 22:37
Jan 25, 2026 - 22:38
 0  2
لبنان اؤ غزه کښې حملې،څلور کسان شهيدان

لبنان، غزه( ميډيا رپورټ) لبنان اؤ غزه کښې حملې شويدي چې پکښې څلور کسان شهيدان شويدي، دنړيوالې ميډيا رپورټ ترمخه   په جنوبي لبنان داسرائيلي فوج په حمله کښې دوه کسان شهيدان شوي دي، همدغه شان په غزه کښې داسرائيلو لخوا ډرون حمله کشې هم دوه فلسطينيان شهيدان شويدي، دفلسطيني چارواکو وينا ده چې  په جباليه کښې اسرائيلي ټينکونو دمتحده قامونو دامدادي ايجنسۍ په کلينک ګوله باري کړې ده چې پکښې ګڼ فلسطينيان ژوبل شويدي.بلخوا  دبيروت نه دلبنان دصحت وزارت وينا ده چې په جنوبي لبنان کښې اسرائيلي فوج حمله کړې ده چې پکښې دوه کسان شهيدان شوي اؤ پينځه ژوبل شويدي. دغيرملکي خبري ادارې ترمخه  اسرائيلي فوج په حملو کښې دحزب الله عسکري مقاماتو دپه نخښه کولو دعوه کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي