متنازعه ټويټس کيس:ايمان مزاري اؤ دهغې خاوند ته د١٧ؤ،١٧ؤ کلونو قيد سزا
اسلام اباد( وحدت خبر) داسلام اباد يو سيشن کورټ دخالي په ورځ وکيلې ايمان زينب مزاري اؤ دهغې خاوند اؤ وکيل هادي علي چټهه ته په سوشل ميډيا دپوسټونو په اړه په يوه مقدمه کښې په ګڼو الزامونو په مجموعي توګه د١٧ؤ،١٧ؤ کلونو قيد سزا اورولې ده. ايمان مزاري اؤ دهغې خاوند دجمعې په ورځ په يو بيل کيس کښې دګرفتارۍ نه پس دراولپينډۍ په اډياله جيل کښې په عدالتي ريمانډ وو. دخالي په ورځ چې دکيس سماعت شروع شو نو ايمان او هادي په مبېنه توګه دانټرنيټ دمسائيلو په وجه دويډيو لنک دلارې پيش نۀ شول چې په دې عدالت داډياله جيل دچارواکو خواست منظور کړو اؤ د٢٠ؤ منټو دمه ئې وکړه. دسماعت په دوران پراسيکيشون ووئيل په کيس کښې په مجموعي توګه پينځه ګواهان پيش شويدي اؤ عدالت کښې د٣٠ؤ نه په زياتو پاڼو مشتمل چالان جمع کړے شوے دے. په ايمان او هادي دپښتون تحفظ موومنټ اؤ نورو کالعدم تنظيمونو دايجنډې خورولو اؤ رياستي ادارو خلاف دموادو دتشهير الزامونه وو.. دچالان سره دايمان اؤ هادي مختلف ټويټس دثبوت په توګه په عدالت کښې پيش کړے شويدي، دايمان مبېنه رياست مخالفه تقرير هم دريکارډ برخه جوړه کړے شوې. عدالت څه وخت پس دملزمانو پيش کولو حکم وکړو دکوم نه پس چې په ويډيو لنک راتللو سره سم ايمان پوښتنه کړې چې ايا ميډيا په عدالت کښې موجوده ده، په مونږ تشدد کولے شي اؤ مونږ ته اوبۀ اؤ ډوډۍ نۀ شي راکولے. هغې دجج سره مکالمې کولو په دوران ووئيل تاسو خپله نوکري کوئ، ستاسو په وجه هر څه کيږي، مونږ دعدالتي کارروايۍ نه بائيکاټ کوو. جج افضل مجوکه پوښتنه وکړه چې يعنې تاسو دکارروايۍ برخه جوړيدل نۀ غواړئ، دفيصلې انتظار وکړئ. په دې دوران ايمان او دهادي وکيل دسماعت مکمل کيدو نه وړاندې پورته شول اؤ لاړل. وروسته جج په ٢٢ پاڼو مشتمل تحريري حکمنامه جاري کړه. دفيصلې ترمخه دپيکا ايکټ سيکشن نهم لاندې پينځه کاله قيد اؤ ٥٠ لکه روپۍ جرمانه، دسيکشن ١٠م لاندې ١٠ کاله قيد اؤ درې کروړه روپۍ جرمانه، سيکشن ٢٦م اے لاندې دوه کاله قيد اؤ لس لکه روپۍ جرمانه لګول شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0