چارسده کښې داے اين پي جلسه، دتيراه اپريشن دبندولو غوښتنه
چارسده( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مشر ايمل ولي خان وئيلي دي چې کالعدم ټي ټي پي اؤ پي ټي ائي به کور ته ليږل وي، ايمل ولي وئيلي دي چې تيراه کښې اپريشن اؤ دعوامو په زبردستۍ دبې کوره کيدو عمل مسترد کوو. دۀ وئيلي دي چې اپريشن دې په فوري توګه بند کړے شي، عوام دې په فوري توګه ددوي په ابائي علاقو کښې اباد کړے شي، دتيراه حالات واضحه عکاسي کوي چې حکمرانان دپښتنو سره هيڅ کار نۀ لري، دپښتون قوم مسئله مسلط کړے شوې دهشت ګردي ده اؤ فوجي اپريشن ددې حل نۀ دے، کومو عناصرو ته چې نن فته الهندوستان اؤ فتنه الخوارج وئيل کيږي، تر پرونه هغوي مجاهدين ګرځولے شول. ددهضت ګردۍ خاتمې لپاره ضروري ده چې ددې دجرړو نشاندهي وکړے شي، دا ممکن نۀ ده چې کله دوي اثاثه اؤ کله دوي دشمن اؤ درياست لپاره خطره وګرځولے شي. دجرنيلانو اؤ سياستدانانو پشمول چې کومو خلقو دهشت ګردي دخپل مفاد لپاره استعمال کړې، ددوي خلاف کارروائي پکار ده. ترڅو چې رياست دا سختې فيصې ونۀ کړي، ددهشت ګردۍ خاتمه ممکن نۀ ده. جنرل باجوه، فيض حميد، عمران خان اؤ عارف علوي ددهشت ګردو دابادکارۍ وکالت کړے دے. مذالبه کوو چې ددهشت ګردو ددې سهولت کارانو خلاف دې سخته کارروائي وکړے شي، پاکستان پخپله دنازک دور نه تيريږي، اول دې دداخلي مسائيلو حل ولټولے شي، پاکستان دې په هر صورت کښې دغزه بورډ اف پيس نه ډډه وکړي. دفلسطين مسئله دفلسطيني عوامو دخواهشاتو مطابق حل کيدل پکار دي. دا خبرې ايمل ولي خان دعوامي نيشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا زيراهتمام فخر افغان باچاخان ٣٨م اؤ دقائد جمهوريت خان عبدالولي خان ٢٠مې برسۍ په موقعه په چارسده کښې يوې عظيم الشانې جلسې ته په وينا کښې کړيدي. دۀ وئيلي دي چې کالعدم ټي ټي پي اؤ پي ټي ائي به کور ته ليږل وي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0