چترال کښې په کور دواورې ګټ راپريوتو له امله 9 کسان مړۀ

Jan 23, 2026 - 23:22
 0  1
چترال کښې په کور دواورې ګټ راپريوتو له امله 9 کسان مړۀ

چترال( وحدت خبر) کوز چترال دروش اروندو علاقې ډوميل کښې په يو کور دواورې ګټ راپريوتو له امله نهه کسان مړۀ اؤ يو ماشوم ژوبل شوے دے، ډسټرکټ ايمرجنسي افسر ريسکيو١١٢٢ لوئير چترال ترمخه  دپېښې اطلاع ترلاسه کيدو سره سم سيمې ته دريسکيو ټيمونه، مقامي کسان اؤ ډسټرکټ انتظاميه په فوري توګه  موقعې ته رسيدلې ده. دۀ وئيلي دي چې په حادثه کښې مړو شوو کښې څلور زنانه اؤ پينځه سړي شامل دي خو دپاک فوج، ريسکيو١١٢٢ اؤ مقامي کسانو له لوري امدادي  کارروائي مکمل کړے شوې ده اؤ ټول لاشونه دواورې دملبې نه راويستل شويدي. دريسکيو چارواکو  وئيلي دي چې دسختې واورې وريدو په وجه ريسکيو اپريشن کښې مشکلات پيښ دي خو ټيمونو په وخت کارروائي کړې اؤ خپلې ذمه وارۍ ئې پوره کړيدي. زخمي ماشومان  دفوري طبي امداد نه پس نزدې هسپتال ته رسول شويدي، لاشونه  ابائي علاقې دروش  ورډب ته رسول شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي