کوهاټ، پنډغاليو او ښاري سيمو کې دميشته افغان کډوالو دکاروبارونو تړلو لړۍ پيل
کوهاټ (نعمت الله خان )
د کوهاټ مرستيالې کمېشنرې ندا اقبال د افغان کډوالو د دويم نمبر پنډغالي بازار مهر لاک کړي دي له دې اقدام وروسته،د کوهاټ په مرکزي ښار کې هم د افغان کډوالو ګڼې هټۍ وتړل شوې او هغوي ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي بايد نور کاروباري فعاليتونه ودروي.
بلخوا، د افغان کډوال کاروبار کوونکو دريځ دي چې دوي په سملاسي ډول بېرته نه شي ستنېدلاې، ځکه چې ياد کاروبارونه يې له لسيزو راهيسې روان ول او په لنډ وخت کې يې راټولول ورته ستونزمن دي.
افغان هټيوال زياتوي، د مهر لاک شويو هټيو له امله دوي ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي او له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو کاروبار کوونکو ته ځانګړي وخت ورکړل شي، څو خپلې شتمنۍ راټولې او با عزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0