تيراه کښې اپريشن دخېبرپښتونخوا حکومت په مشوره کولے شي، ډاکټر عبادالله

Jan 23, 2026 - 22:00
 0  5
تيراه کښې اپريشن دخېبرپښتونخوا حکومت په مشوره کولے شي، ډاکټر عبادالله

پېښور( وحدت خبر)  خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر ډاکټر عبادالله دعوه کړې ده چې   تيراه کښې اپريشن دخېبرپښتونخوا حکومت په مشوره کولے شي، ډاکټر عبادالله  وئيلي دي چې  داپريشن  منظوري دوزيراعلى په صدارت کښې ترسره شوې دايپکس کميټۍ په غونډه کښې ورکړے شوې ده، دۀ وئيلي دي چې  کۀ حکومت په وخت فيصله کړے وے نو دواورو وريدو نه وړاندې به علاقه کلئير شوې وے، پېښور پريس کلب کښې دمسلمل يګ صوبائي جنرل سيکرټري مريضي  جاويد عباسي  سره پريس کانفرنس ته په وينا کښې  ډاکټر عبادالله ووئيل چې  اپريشن سره  داتفاق کولو نه پس اوس صوبائي حکومت چغې وهي.  کمشنر او ډي سي  داپريشن په معاهده دستخطې کړيدي، ايا هغوي دصوبائي حکومت ماتحت نۀ دي؟ داپريشن لپاره صوبائي حکومت فنډز جاري کړے، د٩٥ زره ائي ډي پيز لپاره ديو تن پسر يو لک ٢٥ زره روپۍ څوک ورکوي؟ دۀ وئيلي دي چې کۀ چرې دوزيراعلى کنټرول  نشته نو هغه دې استعفا ورکړي، دخېبرپښتونخوا حکومت توجو سټريټ موومنټ ته ده، دلارو کوڅو سياست کولے شي، وفاق نه  صوبائي حکومت ته اتۀ سوه بلينه روپۍ ددهشت ګردۍ خلاف ترلاسه شوي، دا پېسې چرته خرچ شويدي؟ په کومه قبائيلي علاقه کښې پوليس سټيشن نشته، فرانزک ليبارټري هم نشته، خېبرپښتونخوا حکومت دامن قيام کښې ناکامه شوے دے.  خېبرپښتونخوا حکومت ددهشت ګردو دمخالفت کولو پځائے ددوي حمايت کوي، په افغانستان کښې چې طالبان راغلل نو جنرل فيض ديوې پيالې چائے لپاره  په دويمه ورځ افغانستان ته رسيدلے ؤ، ددې نه څه سبق واخستل شي؟ دا وخت په صوبه کښې دکرپشن بازار ګرم دے اؤ دعوامو په مينډيټ پسې  پرانستې ټوقه کولے شي. وزيراعلى چې څنګه داپريشن په عوامو کښې مخالفت کوي، ددې هغه دوړاندې نه اجازت ورکړے دے، دصوبائي حکومت ان بورډ اخستو سره تيراه اپريشن شروع کړے شوے دے، هم صوبائي حکومت دتيراه اپريشن لپاره څلور اربه روپۍ ريليز کړيدي، دا خو وفاقي حکومت نۀ دي جاري کړي. کۀ دپي ټي ائي صوبائي حکومت سره دتيراه اپريشن متبادل وي نو مخې ته دې ئې راوړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي