دصوبې اسټريټجک ذخيرو نه د يو لک ٣٦ زره ميټرک ټنه غنمو ورکړه شروع
پېښور( وحدت خبر) دپنجاب حکومت لخوا په بين الصوبائي نقل وحرکت دلګيدلو غيرائيني پابنديو په وجه دپيدا شوي صورتحال په نظر کښې نيولو سره دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په وخت مداخلت سر دعوامي ريليف لپاره عملي اقدامات شروع شويدي، دوزيراعلى په هدايت د خېبرپښتونخوا خوراک محکمې دصوبې اسټريټجک ذخيرو نه د يو لک ٣٦ زره ميټرک ټنه غنمو ورکړه شروع کړې ده چې دغه شان دپنجاب حکومت لخوا په بين الصوبائي نقل وحرکت دلګيدلو بنديزونو نه پس په پرانستي مارکيټ کښې دقيمتونو دغيرمعمولي دباؤ نه اولس ته تحفظ فراهم کړے شي، وزيراعلى سهيل افريدي واضحه کړې ده چې دپنجاب حکومت دپابنديدو نه پس دصوبې په پرانستي مارکيټ کښې دسل کلو غنمو قيمت ديارلس زره ٦٥٠ روپۍ ته رسيدلے ؤ چې ددې په نظر کښې نيولو سره صوبائي حکومت فيصله کړې ده چې عوامو ته دريليف ورکولو لپاره غنم پۀ١٠ زره ٤١٤ روپۍ د في ١٠٠ کلو په رعايتي قيمت ورکړے شي ، وزيراعلى وئيلي دي چې ددې اقدام په نتيجه کښې به عوامو ته د٢٠ؤ کلو اوړو تيله د٣٠٢٠ؤ روپو پځائے په ٢٢٢٠ روپۍ ترلاسه کيږي، وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې دپاکستان دائين ارټيکل ١٥١ په ټول ملک کښې دضروري څيزونو ازادانه نقل وحرکت ضمانت ورکوي اؤ دخېبرپښتونخوا حکومت به دخوراک دستيابي دڅه قسمه صوبائي خنډ يا انتظامي حدودو ديرغمال کيدو اجازه ورنۀ کړي، دۀ وئيلي دي چې دعوامو دبنيادي حقونو تحفظ دحکومت ائيني ذمه واري ده اؤ په دې لړ کښې به څه قسمه سمجهوته نۀ شي کولے، وزيراعلى په دې خبره زور راوړے دے چې دغنمو دريليفز عمل به په مکمله توګه شفاف اؤ دټاکل شوي ذريق کار مطابق ترسره کولے شي چې ددې لاندې به صرف مستحقو فلور ملونو اؤ مجاز ډيلرانو ته غنم فراهم کولے شي. دۀ وئيلي دي چې په مقرر شوو سرکاري نرخونو به داوړو خرڅ په هر صورت کښې يقيني کولے شي اؤ ددې مقصد لپاره به دضلعې اؤ تحصيل په کچه مانيټرنګ اؤ فزيکيل ويريفيکيشن موثره نظام نافذ کولې شي. وزيراعلى واضحه کړې ده چې دذخيره اندوزۍ، ناجائزه منافع خورۍ اؤ سرکاري نرخونو نه تجاوز کوونکو خلاف به بغير دامتياز نه سخته کارروائي کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0