داخلي اختلافات حکومت رانسکورولے شي،هبة الله اخندزاده
کابل( بي بي سي) دبي بي سي اردو څانګې ترمخه دطالبانو مشر هبة الله اخندزاده يوه ويډيو ليک شوې ده چې پکښې هغه اوريدل کيدے شي چې دحکومت دننه ديو بل دمخالفينو په اړه خبردارے ورکوي، په دې تقرير کښې دطالبانو مشر وائي داخلي اختلافات حکومت رانسکورولے شي،هبة الله اخندزاده وئيلي ددې تقسيم په وجه امارات ختميدے شي،دا تقرير جنورۍ ٢٠٢٥م کښې دقندهار په يوه مدرسه کښې دطالبانو داراکينو په موجودګۍ کښې شوے ؤ چې دڅو مياشتو راهسې ئې دافغان طالبانو داعلي مشرانو ترمينځ داختلافاتو افواه ګانو ته خشاک فراهم کړے. دا يو داسې تقسيم دے چې دطالبانو قيادت ئې هميشه ترديد کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0