ايران کښې د٨٠٠ کسانو دمرګ سزا ورول شوه، وائټ هاؤس
واشنګټن( ميډيا رپورټ) وائټ هاؤس واضحه کړېده چې دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ دايرانپهاړه دکوم ممکنه اقدام داحتمال نه بهر نۀ دے ګرځولے اؤ په صورتحال ئې مسلسل ژور نظر ساتلے دے، دوائټ هاؤس ترجمانې کيرولائن ليويټ پريس بريفنګ کښې وئيلي صدر ټرمپ دايران دموجوده صورتحال په غور سره جاج اخلي اؤ دايران په اړه ټولې لارې چارې لا هم پرانستې دي. دترجمانې ترمخه صدر ټرمپ اؤ دهغه ټيم په ايران کښې دمظاهرينو دوژنو دسلسلې په جاري ساتلو تهران دسنګينو نتيجو نه خبر کړے دے. دې دعوه کړې ده چې دامريکائي اقداماتو په نتيجه کښې ايران کښې د اتۀ سوه کسانو دتيزندۍ عمل ودرول شوے، په ايران داقتصادي دباؤ سيوا کولو عمل هم مسلسل جاري دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0