دسي ټي ډي ډيره اسماعيل خان کښې کارروائي،٣ ترهه ګر ووژل شول
ډي ائي خان( وحدت خبر) د ترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې (سي ټي ډي) پۀ ډيره اسماعيل خان کښې کارروائي کړې ده چې پکښې درې ترهه ګر وژل شوي دي، کارروايۍ کښې دوژل شوو ترهه ګرو پيژندګلو دنعمت الله، عبدالروف اؤ مصـطفى په نومونو سره شوې ده، وژل شوي ترهه ګر په پوليسو اؤ سيکورټي فورسز حملو کښې ککړ وو، دپوليسو ترمخه دوژل شوو ترهه ګرو نه درې کلاشنکوفې، نهه ميګزينز، دوه هينډ ګرينيډز اؤ په ګڼ شمير کښې کارتوس برامد شويدي، دسي ټي ډي ټيمونه موقعې ته رسيدلي ، دهشت ګرد ئې په ګيره کښې اخستي چې دګرفتارۍ نه بچ کيدو لپاره ئې ډزې کړيدي، دسي ټي ډي ټيمونو جوابي کارروايۍ کښې دريواړه ترهه ګر وژلي دي. دخېبرپښتونخوا ائي جي پي اؤ ايډيشنل ائي جي سي ټي ډي په کاميابۍ سي ټي ډي ټيمونو ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کړيدي. ائي جي پي وئيلي دي چې په پوليس دحملو جواب به داخري خارجي تر خاتمې ورکولے شي، دانټلي جنس بيسډ اپريشنو سلسله دې نوره هم تيزه کړے شي اؤ دخارجيانو خاتمه به يقيني کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0