بنو کښې دامن کميټۍ په غړو دترهه ګرو ډزې،٤ مړۀ

Jan 13, 2026 - 13:04
 0  5
بنو  کښې دامن کميټۍ په غړو دترهه ګرو ډزې،٤ مړۀ

بنو( وحدت خبر) په ضلع بنو  کښې دامن کميټۍ په غړو ترهه ګرو ډزې کړيدې چې له امله ئې ٤  کسان پحق رسيدلي دي، دپوليسو وينا ده چې   په هويد علاقه کښې دامن کميټۍ په غړو ترهه ګرو حمله کړې ده پوليسو وئيلي دي چې دامن کميټۍ غړي دګلبدين لنډائي ډاک کښې دجرګې نه واپس راروان وو چې دوړاندې نه دهغوي په انتظار کښې ناستو وسله والو پرې ډزې وکړې چې په نتيجه کښې ئې څلور کسان ووژل شول،   مړو شوو کښې پلار اؤ زوې هم شامل دي،پوليسو سرچ اپريشن شروع کړيدے، مړي ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي