ديوې مياشتې نه زياته موده وشوه چې باني سره دچا ملاقات ونۀ شو، بيرسټر ګوهر

Jan 6, 2026 - 21:35
 0  4
ديوې مياشتې نه زياته موده وشوه چې باني سره دچا ملاقات ونۀ شو، بيرسټر ګوهر

پينډۍ( وحدت خبر)  دپي ټي ائي چئيرمين بيرسټر  ګوهر علي خان وئيلي دي چې  ديوې مياشتې نه زياته موده وشوه باني سره دچا ملاقات ونۀ شو، بيرسټر ګوهر وئيلي دي چې   مونږ چې څومره کوشش دحالاتو سمولو لپاره کړے، دبل اړخ نه هم دومره کوشش دحالاتو خرابولو لپاره شويدے، دۀ وئيلي دي چې  مونږ دهرې نهې په ورځ  راځو اؤ دملاقات نه  بغير واپس ځو، ميډيا سره  دپي ټي ائي دچئيرمين خبرو کښې وئيلي دي  چې دمذاکراتو خبره دپينځوو مشرانو ملاقات ته راغله نو بايد دا نا وګڼلے شي. دۀ وييلي دي چې هرکله دملاقاتونو اجازه نۀ ورکول کيږي نو مذاکرات به څنګه کيږي، دۀ ووئيل چې  دباني اؤ دهغه  دجماعت ترټولو لويې  قوت ددې کارکنان دي، رياست چې څومره هم سختۍ وکړې، کارکنانو برداشت کړې، دۀ اعلان وکړو چې په اتمه فرورۍ به ټول ملک کښې شټر ډاؤن اؤ پهيه جام هړتال کيږي اؤ سخت احتجاج به ريکارډ کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي