افغان نائب ناظم الامور خارجه دفتر ته طلب، افغانستان نه پاکستان کښې په ترهه ګرۍ احتجاج
اسلام اباد( وحدت خبر) دافغانستان دخاورې نه په پاکستان کښې په ترهه ګرۍ افغان نائب ناظم الامور خارجه دفتر ته طلب کړے شوے دے اؤ ورته سخت احتجاج شوے دے، هغه ته واضحه کړے شوې ده چې پاکستان به دافغان خاورې نه زيږيدونکې ترهه ګرۍ په جواب کښې ټول ضروري اقدامات کوي، دخارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي ترمخه دافغان خاورې نه پاکستان کښې په دهشت ګردۍ دافغان طالبانو دحکومت مخې ته سخت احتجاج شوے دےو دۀ وئيلي دي چې په شمالي وزيرستان کښې قائم يو فوجي کيمپ باندې دخوارجو سره تعلق لرونکي خارجي ګل بهادر ګروپ دهشت ګردو دحملې په سختو لفظونو کښې غندنه شوې چې پکښې دپاک فوج څلور ځوانان شهيدان شويدي. افغان نائب ناظم الامور ته باضابطه احتجاجي مراسله ورکړے شوې ده. خارجه وزارت دافغان حکومت لخوا فتنه الخوارجو ټي ټي پي ته مسلسل په سهولت اؤ معاونت فراهم کولو دسخت تشويش اظهار کړے دے چې ددې په وجه پاکافغان سرحد اؤ پيوست علاقو کښې پاکستاني فوج اؤ اولسي ابادي په نخښه کيږي. احتجاج کښې واضحه کړے شوې ده چې په افغانستان کښې ټي ټي پي ته ترلاسه سازګار ماحول، دافغانستان دخپلو بين الاقوامي وعدو اؤ پاکستان ته دهاغه يقين دهانۍ خلاف دي چې پکښې وئيل شوي وو چې افغان خاوره به دکوم ملک اؤ خصوصاً دپاکستان خلاف استعماليدو ته نۀ پريښودل کيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0