دنهمې مئ کيس: شاه محمود قريشي بري،ياسمين راشد، سرفراز چيمه ، اعجاز چوهدري اؤ محمود الرشيد ته دلسو، لسو کلونو دقيد سزا

Dec 19, 2025 - 22:08
 0  2
دنهمې مئ کيس: شاه محمود قريشي بري،ياسمين راشد، سرفراز چيمه ، اعجاز چوهدري اؤ محمود الرشيد ته دلسو، لسو کلونو دقيد سزا

لاهور( وحدت خبر)  دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت دنهمې مئ  کلب چوک جي او ار ګيټ باندې دحملې په مقدمه کښې دپي ټي ائي رهنما اعجاز چوهدري، ياسمين راشد، سرفراز چيمه اؤ محمود الرشيد ته دلسو، لسو کلونو دقيد سزا اورولې ده، دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت جج منظر علي ګل په کوټ لکهپت جيل کښې فيصله اورولې ده، عدالت په ١٨م دسمبر فيصله محفوظ کړې وه، عدالت پخوانے خارجه وزير شاه محمود قريشي دمقدمې نه بهري کړے دے، عدالت په مجموعي توګه ديارلسو ملزمانو ته سزاګانې اورولي دي، نهه ملزمان ئې بري کړي هم دي. عدالت داشتهاري ګرځول شوو څلورو مجرمانو دګرفتارولو دپيش کولو حکم کړے دے، په اشتهاري ګرځول شوو کښې فاروق انجم، حبيب احمد، ارسلان اؤ اکبر خان شامل دي. د ډاکټر ياسمين راشدو شاه محمود قريشي، عمر سرفراز، اعجاز چوهدري اؤ محمود الرشيد پشمول ٢٥ ملزمان په مقدمه کښې نامزد دي. دمقدمې د٢٥ؤ ملزمانو چالان عدالت ته وړاندې کړے شوے دے، ريس کورس تاڼې په کلب چوک جي او ار ګيټ دحملې مقدمه درج کړې ده. دايف ائي ار دمتن ترمخه ملزمانو په کلب چوک جي او اور ګيټ سيکورټي کيمرې ماتې کړي، ملزمانو دپوليس وائيرليس اؤ جي او ار ګيټ شيشې هم ماتې کړيدي، ملزمانو سرکاري املاک ته نقصان رسولے اؤ دپوليسو په اهلکارو ئې هم حمله کړې ده،  دپي ټي ائي په مشرمانو په نهمه مئ بغاوت اؤ فسادونو ته ( دخلقو) دراپورولو  الزام دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي