بنو کښې کواډ کاپټر ډرون ابادۍ کښې راپريوتو، درې ماشومان شهيدان
بنو( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په ضلع بنو کښې کواډ کاپټر ډرون ابادۍ کښې راپريوتے دے چې له امله ئې درې ماشومان شهيدان اؤ يو ماشوم ژوبل شوے دے. دذريعو وينا ده چې دا پېښه ممندخيل کښې شوې ده، دپېښې ورسوته ژوبل شوے ماشوم دعلاج لپاره اؤ دشهيد شوو ماشومانو مړي هسپتال ته منتقل کړے شويدي. داطلاعاتو ترمخه دپېښې سمدستي وروسته مقامي خلقو امدادي کارروايۍ شروع کړيدي، دريسکيو اؤ پوليس اهلکار هم موقعې ته رسيدلي، پوليسو دپېښې تحقيقات شروع کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0