ايبټ اباد کښې ټريفکي پېښه، شپږ کسان مړۀ
دخېبرپښتونخوا پۀ ايبټ اباد ضلع کښې ټريفکي پېښه شوې ده چې له امله ئې شپږ کسان مړۀ شويدي، دذريعو وينا ده چې دبګنوتر تاڼې حدودو بيرنګلۍ کښې ګاډے ژورې کندې ته پريوتے دے، ذريعو وئيلي دي چې دحادثې ښکار شوے ګاډے بيرنګلۍ نه ايبټ اباد ته روان ؤ،سرچينو وئيلي دي چې پېښه کښې ډرائيور ياسر خليل هم خپل ژوند دلاسه ورکړے دے، ذريعو وئيلي دي چې دا پېښه دبريک فيل کيدو په سبب شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0