فلپائن کښې سمندري طوفان کالميګي تباهي خوره کړه،١٤٠ مړه،په لسګونو بې درکه

Nov 7, 2025 - 10:29
 0  3
فلپائن کښې  سمندري طوفان کالميګي تباهي خوره کړه،١٤٠ مړه،په لسګونو بې درکه

منيلا: په فلپائن کښې  سمندري ذوفان کالميګي   مينځنۍ علاقې سختې متاثره کړيدي چې په نتيجه کښې ئې ١٤٠ کسان مړۀ اؤ په لسګونو بې درکه شويدي.

دغيرملکي خبري ادارو ترمخه دطوفان په سبب د١٤٠ کلو ميټره في ګينټې په رفتار سره چليدونکو تيزو هواګانو  دسيبو ښار پشمول په ګڼو علاقو کښې په لويه پيمانه تباهي خوره کړې ده، سيلابي اوبو په لسګونو کورونه، ګاډي اؤ شپنګ کنټينرې لاهو کړيدي.

دچارواکو ترمخه طوفان کالميګي د٢٠٢٥م ترټولو خطرناک طوفان ګرځولے شي، دصورتحال په خرابيدو صدر مارکوس په ټول ملک کښې ايمرجنسي نافذ کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي