بهکر کښې په چيک پوسټ خودکش حمله، دوه پوليس اهلکار شهيدان

Feb 25, 2026 - 14:10
 0  2
بهکر کښې په چيک پوسټ خودکش حمله، دوه پوليس اهلکار شهيدان

 بهکر( وحدت خبر) دپنجاب  دبهکر ضلعې په سرحد قائم بين الصوبائي چيک پوسټ  داجل باندې خودکش حمله شوې ده چې پکښې دوه پوليس اهلکار شهيدان اؤ يو ژوبل شوے دے.  دحادثې وروسته سيکورټي فورسز  موقعې ته رسيدلي اؤ امدادي کارکنانو ژوبل  شوي کسان اؤ لاشونه ډي ايچ کيو بهکر ته منتقل کړيدي. شهيد شوو اهلکارو کښې  کانسټيبل فهيم عباس اؤ شهباز مدني شامل دي، په ډيوټۍ مامور کانسټيبل ارشد  په چاؤدنه کښې ژوبل شوے دے،  دپنجاب ائي جي عبدالکريم  دفرض په لاره کښې دشهات رتبې ترلاسه کوونکي کانسټيبل فهيم عباس اؤ شهباز مدني لازواله قربانۍ ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي اؤ دغمځپليو کورنيو سره ئې دتعزيت اظهار کړے دے. ائي جي دژوبل کانسټيبل ارشد دعلاج لپاره دبهترينو سهولتونو دفراهمۍ هدايت کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي