امريکې سره معاهده داسرائيلو دحملې نه بهتره ده، ايران ته دسعودي مشوره

May 31, 2025 - 22:28
Jun 1, 2025 - 21:34
 0  1
امريکې سره معاهده داسرائيلو دحملې نه بهتره ده، ايران ته دسعودي  مشوره
[1/7] Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei meets Saudi Defence Minister Prince Khalid bin Salman in Tehran, Iran, April 17, 2025. Office of the Iranian Supreme Leader/WANA (West Asia News Agency)/Handout via REUTERS/File Photo Purchase Licensing Rights

 دسعودي عرب ددفاع وزير په تهران کښې ايراني چارواکو ته واضحه پيغام ورکړے دے چې دصدر ټرمپ لخوا  په جوهري  معاهده دمذاکراتو وړاندېز دې په سنجيدګۍ سره واخلي ځکه چې دا وړانديز  داسرائيلو سره دجنګ دخطرې نه دبچ کيدو يوه لاره ورکوي.

  درائټرز رپورټ ترمخه  دحکومت سره  نزدې تعلق لرونکو دوه خليجي ذريعو او دوه ايراني چارواکو وئيلي دي چې په سيمه کښې دنور عدم استحکام  امکان نه پريشانه کيدو سره دسعودي ٨٩ کلن باچا سلمان بن عبدالعزيز  خپل زوې شهزاده خالد بن سلمان  تيره مياشت دايران سپريم ليډر ايت الله علي خامنه اي  لپاره  ددې خبرداري دپيغام ورکولو لپاره ليږلے ؤ.

 دذريعو وينا ده چې په تهران کښې په ١٧م اپريل په صدارتي ماڼۍ کښې شوې دبندې کوټې  په ليدنه کښې دايران صدر مسعود پزشکيانو دوسله والو فوجونو چيف اف اسټاف محمد باقري اؤ خارجه وزير  عباس عراقچي هم موجود وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي