دنړۍ مختلفو ملکونو کښې په ايران دامريکائي حملو خلاف ريلۍ

په ايران دامريکائي حملو اؤ اسرائيلو دحملو خلاف ددنيا په مختلفو ملکونو کښې احتجاجي مظاهرې شويدي، ټوکيو، برلن، نيويارک اؤ تل ابيب کښې هم دې لړ کښې ريلۍ ويستل شويدي چرته چې اولس داسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو خلاف سخت احتجاج کړے دے. دنړۍ مختلفو ملکونو په ښارونو کښې شوو مظاهرو کښې مظاهرينو وئيلي دي چې جنګ نۀ بلکې امن پکار دے. په ټوکيو کښې په ايران دحملې خلاف لويه ريلي ويستل شوې ده چې پکښې په زرګونو خلقو ګډون کړے دے اؤ دجنګ غندنه ئې کړې ده.
نيويارک کښې هم جنګ مخالفه يهوديانو احتجاج کړے اؤ داسرائيلي جارحيت خلاف ئې غږ پورته کړے دے.
همدغه شان په برلن کښې هم عوام سړکونو ته وتلي اؤ داسرئيلو خلاف ئې نعره بازي کړې ده، مظاهرينو غوښتنه کړې ده چې جنګ دې ختم اؤ امن دې قائم کړے شي.
په تل ابيب کښې هم داسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو خلاف احتججاج شوے دے، چرته چې عونامو داسرائيلي حکومت خلاف غږ پورته کړے دے.
په ايران دامريکائي حملې خلاف په هند کښې هم احتجاج شوے دے، په کولکته کښې مظاهرينو دامريکائي جارحيت خلاف نعرې پورته کړي اؤ دامريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ګوډاګے ئې سوزولے دے.
اخوا فرانس، جرمني، اماراتو، سعودي، مصر اؤ لبنان په مذاکراتو زور راوړے، ترکيې، کيوبا، چلي، ميکسيکو اؤ وينزويلا هم دامريکائي حملو غندنه کړې اؤ دا ئې دمتحده قامونو دچارټر سنګينه خلاف ورزي ګرځولې ده.
What's Your Reaction?






