پي ټي ائي دقامي اسمبلۍ ٥ غړي دګوند نه وويستل،نوټيفيکيشن جاري
پاکستان تحريک انصاف پينځه دقامي اسمبلۍ اوړيدلي غړي دپارټۍ نه ويستلي دي او په دې لړ کښې ئې باقاعده نوټيفيکيشن جاري کړے دے.
دپي ټي ائي چئيرمين بيرسټر ګوهر داوړيدلو اسمبلۍ دغړو دپارټۍ نه دويستلو نوټيفيکيشن جاري کړے دے، دکوم ترمخه چې دقامي اسمبلۍ غړي اورنګزيب خان کهچي، ظهورالهي، عثمان علي، مبارک زيب اؤ الياس چوهدري دپي ټي ائي نه ويستل شويدي.
دقامي اسمبلۍ دپارټۍ نه دويستل شوو غړو په اړه وئيل شويدي چې دغو غړو د٢٦م ائيني ترميم دحمايت لاپره دپارټۍ دهداياتو خلاف ورزي کړې، دپارټۍ اجلاس کښې دترميم دمخالفت متفقه فيصله شوې وه.
په نوټيفيکيشن کښې وئيل شويدي چې اوړيدلو غړو په ٢١م اکتوبر ٢٠٢٤م دترميم په حق کښې ووټ ورکړے ؤ اؤ دپارټۍ وفادارۍ او حلف بردارۍ سنګينه خلاف ورزي ئې کړې ده.
دبيرسټر ګوهر لخوا جاري کړے شوي نوټيفيکيشن کښې وئيل شويدي چې دپارټۍ په هداياتو په عمل نۀ کولو شوکاز نوټس جاري کړے شوے ؤ، په شوکاز نوټس دجواب په نۀ ورکولو پارټي کارروائي کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0