ايت الله خامنه اي مې بچ کړو خو هغه زما شکريه هم ادا نۀ کړه، ټرمپ

Jun 28, 2025 - 13:12
 0  1
ايت الله خامنه اي مې بچ کړو خو هغه زما شکريه هم ادا نۀ کړه، ټرمپ

دامريکې صدر  ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې   دايران سپريم ليډر ايت الله خامنه اي مې بچ کړو خو هغه زما شکريه هم ادا نۀ کړه

 ډونلډ ټرمپ په يو بيان کښې وئيلي دي چې    ماته معلومه وه چې ايراني سپريم ليډر خامنه اي چرته پناه اخستې ده، دۀ وئيلي دي چې    اسرائيل يا ارميکائي فوج ته به دخامنه اي دوژلو اجازه نۀ ورکووم، ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې  ايت الله خامنه اي داسې څنګه وئيلے شي چې هغه داسراييلو نه جنګ ګټلے دے؟ ايراني سپريم ليډر پوهيږي چې دا دروغ دي.

ددې نه وړاندې  په ميډيا رپورټ مخې ته راغلے ؤ چې  اسرائيلو امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ته دايراني سپريم ليډر دوژلو منصوبه وړاندې کړې وه کومه چې هغه مسترد کړې وه.اسرائيلي چارواکو دا هم وئيلي چې هغوي  دايت الله خامنه اي وژنه غوښته خو دجنګ په دوران ورته دغسې موقعه ترلاسه نۀ شوه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي