پېښور کښې په ډزو درې قتل

Jun 11, 2025 - 16:23
 0  0
پېښور کښې په ډزو درې قتل

  دپېښور تهکال تاڼې علاقه اسلاميه ټاؤن پلوسۍ کښې دزنانه ؤ په شخړه دفريقينو ترمينځ دډزو په تبادله کښې درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شويدي،

 تيره ورځ دتهکال تاڼې حدودو پلوسۍ کښې اولني فريق احمد سليمان وغيره اؤ دويم فريق بلال، شاه زيب وغيره دزنانه ؤ اؤ رشتې په تنازعه په يو بل ناتاره ډزې کړيدي، چې له امله ئې  درې کسان عظيم خان ولد رحمان، مزمل ولد طارق اؤ دصغير دين لور پحق رسيدلي دي،

داطلاع په ترلاسه کيدو سيمې ته ډي ايس پي سرکل اصف شريف اؤ ايس ايچ او تاڼه تهکال صدام خان دنورې پوليس نفرۍ سره موقعې ته رسيدلي اؤ مړي ئې دپوسټ مارټم  اؤ ژوبل شوي کسان ئې دعلاج لپاره هسپتال ته منتقل کړيدي. وروسته  پوليسو فوري کارروائي کړې اؤ څلور ملزمان ئې نيولي دي

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي