پېښور کښې دوسله والو په ډزو پوليس اهلکار شهيد

Jun 28, 2025 - 13:09
 0  2
پېښور کښې دوسله والو په ډزو پوليس اهلکار شهيد

پېښور( وحدت خبر) صوبائي دارالحکومت پېښور کښې دوسله والو په ډزو  يو  پوليس اهلکار شهيد شوے دے،   دشهيد پوليس اهلکار شهنشاه جنازه ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې ادا کړے شوې ده.

دتفصيلاتو ترمخه  دشاه پور تاڼې حدودو شاه جي اباد  کښې قبرستان ته نزدې  نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي چې له امله ئې  پوليس اهلکار شهنشاه شهيد شوے دے

 وروسته دهغه دجنازې لمونځ په ملک سعد شهيد پوليس لائن پېښورکښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوې ده.  دهغه دجنازې په لمونځ کښې انسپکټر جنرل اف پوليس خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد، سي سي پي او پېښور قاسم علي خان، ايس ايس پي اپريشنز مسعود احمد، ايس پي پبو انوسټي ګيشن نورجمال، پاکستان ارمي چارواکو، ايس پي هيډکوارټرز علي ګوهر، ډويژنل ايس پيز پشمول دشهيد رشته دارو هم ګډون کړے دے.

 په دې موقعه دپوليسو چاق وچوبند دستې شهيد ته سلامي ورکړې ده. انسپکټر جنرل اف پوليس  ذوالفقار  حميد اؤ سي سي پي او قاسم علي خان  دشهيد رشته دارو سره تعزيت کړے اؤ واضحه کړې ئې ده چې په پېښه کښې ککړه ملک دشمنه عناصر به زر خپل انجام ته ورسولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي