يو شواروزکښې داسرائيلو نورې حملې،٧٢ فلسطينيان شهيدان

Jun 27, 2025 - 17:14
 0  0
يو شواروزکښې داسرائيلو نورې حملې،٧٢ فلسطينيان شهيدان

 دملګرو ملتونو دانساني امورو درابطه کارۍ دفتر( اوچا) وئيلي د١٧م جون نه ٢٣م  جون ترمينځ اسرائيلي ابداکارانو په فلسطينيانو کم از کم ٢٣ حملې کړيدي چې پکښې  مرګ ژوبله شوې اؤ مالي نقصان هم اوښتے دے، داوچا ترمخه په دې حملو کښې يو فلسطيني تن شهيد اؤ ١٤ ژوبل شويدي. دايجنسۍ وينا ده چې ددې حملو په دوران  د  فلسطينيانوخلاف داتش زنۍ، قتل اؤ ونو بوټو په خصوصي توګه دزيتونو دونو دماتولو پشان پېښې شويدي ، بلخوا د غزه د سرکاري ميډيا دفتر لخوا وئيل شويدي چې په تيره يوه مياشت کښې ٥٤٩ دامداد منتظر کسان شهيدان کړے شويدي، دعرب ميډيا رورټ،نو ترمخه دهسپتال ذريعو وينا ده چې په تيرو ٢٤و ګينټو کښې ٧٢ کسان په اسرائيلي حملو کښې شهيدان شويدي، دغزه دصحت وزارت ترمخه اکتوبر ٢٠٢٣م نه جاري اسرائيلي ترهه ګرۍ تراوسه ٥٦ زره ٢٥٩ فلسطينيان ژوبلاؤ يو لک ١٣ زره ٤٥٨ نور ژوبل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي