کرمه کښې دافغان طالبانو پارونکې ډزې،دپاک فوج سخت جواب
په خيبر پښتونخوا کښې د کرمې ضلعې پة پاک افغان پوله، افغان طالبانو او فتنه خوارجو بې له کوم تحرېک نه ډزې وکړې، خو د پاک پوځ له سخت او قوي ځواب وروسته د طالبانو يو ټينک تباه شو. د امنيتي سرچينو په وينا، کرمه کښې پۀ پاک افغان سرحد افغان طالبانو او خوارجو بې له پارونې ف ډزې وکړې، خو پاک پوځ ورته سخت او پياوړي ځواب ورکړے دے. امنيتي سرچينو ويلي، چې د پاک پوځ له خوا په ډزو سره د طالبانو پوستو ته درانه زيانونه واوښتل او د هغوي په پوستو اور ولګيدو د پاک پوځ د ځوابي عملياتو په نتيجه کښې د طالبانو يو ټينک هم تباه شو، او هغوي خپلې پوستې پرېښودې او تښتېدلي.
امنيتي سرچينو زياته کړې چې طالبانو هلته تباه شويو پوستو کښې دخپلو ملګرو مړي پريښي اؤتښتيدلي دي.
وروسته امنيتي سرچينو وويل، چې پاک پوځ د کرم سېکټر کښې نور عمليات ترسره کړل، چيرته چې ئې د انتهائي مهارت او مسلکي تکتيک له مخې د طالبانو يو روان ټينک په نخښه کړو او تباه ئې کړو
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0