دملګرو ملتونو په ٢٠٢٥م کښې دپاکستان دمعاشي ترقۍ د2٫3 فيصده پاتې کيدو پيشګوئي

دمتحده قامونو په يو رپورټ کښې دمعاشي بحران نه پس په ٢٠٢٥م کښې دپاکستان دخام ملکي پيداوار( جي ډي پي) د2٫3 فيصده اضافې سره دمعتدل نمو او مستحکم کيدو پيشګوئي شوې ده.
دسرکاري خبري ادارې اے پي پي ترمخه دي يواين ورلډ اکنامک سچويشن اينډ پراسپيکټس ٢٠٢٥م په عنوان سره جاري کړے شوي رپورټ کښې وئيل شويدي چې پريوتونکې ګرانۍ دجنوبي ايشيا دسيمې زياترو بينکونو ته په ٢٠٢٥م کښې دنرمې زري پاليسۍ شروع او يا جاري ساتلو اجازه ورکړې ده، پاکستان، بنګله ديش او سري لنکا به دعالمي مالياتي ادارې( ائي ايم ايف) دپروګرام لاندې مالياتي استحکام اؤ اصلاحات جاري ساتي.
په دې کښې وئيلے شويدي چې دجنوبي ايشيا لپاره دنزدې مودې دمعاشي منظرنامې دمضبوطـې پاتې کيدو توقعو ده چې پکښې په ٢٠٢٥م کښې د5٫7 اؤ په ٢٠٢٦م کښې ٦ فيصده شرح نمو متوقعې ده چې وجه ئې بهوټان، نيپال اؤ دسري لنکا پشمول ځينو نورو معيشتونو کښې داقتصادي بحالۍ ترڅنګ دهند مضبوطه کارکردګي ده.
What's Your Reaction?






