دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ جنګ ودرولے شم،امريکائي صدر
دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ جنګ ودرولے شم،امريکائي صدر وئيلي دي چې په ټوله دنيا کښې دامن خواهش لرم، زما جنګونه ودرول خوښ دي، دۀ وئيلي دي چې زما انتظاميې په اتوو مياشتو کښې اتۀ جنګونه ودرولي دي، داسې کل هم نۀ دي شوي، ما اوريدلي دي چې دپاکستان ا افغانستان ترمينځ مسائيل بيا شروع شويدي، ماته ښ:اري چې زۀ ددې مسئلې حل کولو لپاره څه کولے شم، في الحال ماته دڅه کولو ضرورت نشته، کوالالمپور کښې دستورې ته وينا کښې دۀ ووئيل چې په ټوله دنيا کښې دامن خواهشمند يم، دۀ ووئيل چې زۀ دواړه ملکونه پيژنم، زۀ به پاک افغان مسائيل زر حل کړم اؤ زۀ به دا په ښه طريقه کووم.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0