دټرمپ منصوبې سره غزه کښې دامن لاره هواريدے شي، نيتن ياهو
اسرائيلي وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو وئيلي دي چې دحماس حکومت خاتمه ضروري ده کۀ چرې هغوي امريکائي قيادت کښې پيش کړے شوې دجنګ بندۍ منصوبه قبلوي نو دا دغزه جنګ بندۍ دخاتمې شروعات کيدے شي، نيتن ياهو يورونيوز سره خصوصي مرکه کښې ووئيل چې مونږ دصدر ډونلډ ټرمپ منصوبه قبوله کړې ده، اوس فيصله دحماس په لاس کښې ده، کۀ چرې هغوي په دې عمل کوي نو امن قائميدے شي، ګنې اسرائيلو ته به دامريکې په مکمل حمايت سره دحماس خلاف کارروائي کول وي. دۀ ووئيل چې دمنصوبې دوه اهمې برخې دي، په وړومبۍ مرحله کښې دټولو يرغماليانو رهائي اؤ جزوي انخلا، اؤ په دويمه برخه کښې دغزه غيرفوځي علاقه جوړول اؤ دحماس بې وسلې کول مقصد دے. نيتن ياهو وئيلي حماس په دې منصوبه نرمي ځکه ښودلې چې اسرائيلي فوج اوسنيو هفتو کښې دغزه مرکزي علاقو کښې لوئې پرمختګ کړےدے، دۀ ووئيل زمونږ کارروايۍ حماس ته احساس ورکړے چې ددوي انجام نزدې دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0