پي ټي ائي دائين بالادستۍ، قانون حکمرانۍ اؤ ازادې عدليې لپاره جدوجهد کوي،سهيل افريدے

Jan 15, 2026 - 22:30
 0  3
پي ټي ائي دائين بالادستۍ، قانون حکمرانۍ اؤ ازادې عدليې لپاره جدوجهد کوي،سهيل افريدے

کراچۍ( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې پي ټي ائي په ملک کښې دائين بالادستۍ، قانون حکمرانۍ اؤ ازادې عدليې لپاره جدوجهد کوي، دازادۍ لمر به راخيژي اؤ دپي ټي ائي باني به زر رها کيږي، مونږ  به دبلال محسود دکورنۍ سره تر مرګه ولاړ يو.  دزيارت په ورځ دکراچۍ دخپلې يوې ورځنۍ دورې پۀ دوران په سهراب ګوټ کښې  دريلۍ په دوران  دپي ټي ائي   دوفات شوي کارکن بلاول محسود دکورنۍ سره دتعزيت نه پس وزيراعلى سهيل افريدي وينا کړې ده. په دې موقعه دپي ټي ائي دسندهـ صدر حليم عادل شيخ، دکراچۍ صدر راجه اظهر اؤ نور مشران هم موجود وو، وزيراعلى  کراچۍ ته دراتګ نه پس دائيرپورټ نه سهراب ګوټ ته دقافلې په شکل کښې رسيدلے دے. وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې تحريک انصاف دپاکستان واحد تحريک اؤ قومي جماعت دےو په سهراب ګوټهـ کښې بلال محسود شهيد شوے دے، دپي ټي ائي هر کارکن زمونږ قيمتي اثاثه ده،  دپي ټي ائي کارکنان دعمرانخان امانت دے، مونږ ته ددوي خيال ساتل دي،  نن زمونږ ليډر په جيل کښې دے، مونږ ته کارکنان بې يارومددګار نۀ دي پريښودل، کۀ مونږ دوي بې يارومددګار پريښودل نو قوم به مونږ ونۀ بخښي، دۀ ووئيل چې  کۀ يو نظرياتي کارکن هم په تحريک کښې ولاړ وي نو دا تحريک به جاري وي، دا تحريک به راکميږي نۀ نور ب هم غزيږي،  زۀ دبلاول محسود دکورنۍ سره تعزيت کوم، مونږ په هره خوشحالۍ اؤ غم کښې  دکارکنانو سره ولاړ يو. سهيل افريدي ووئيل چې  کارکنان دحقيقي ازادۍ، عدليې دازادۍ لپاره خپله وينه ورکوي، عمران خان چې کوم تحريک شروع کړے ؤ الله دې وکړي چې مونږ زر کامياب شو، پي ټي ائي سندهـ  دبلال محسود دکور ذمه واري اخستې، زۀ به پخپله توګه دهغوي هرممکن مدد کووم.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي