دوزيراعلى داشتهاري ګرځولو دکارروايۍ اغاز

Dec 17, 2025 - 23:06
 0  1
دوزيراعلى  داشتهاري ګرځولو دکارروايۍ اغاز

اسلام اباد( وحدت خبر) دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت لخوا دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  داشتهاري ګرځولو دکارروايۍ اغاز شوے دے، داسلام اباد دترهه ګرۍ مخنيوي عدالت  دوزيراعلى سهيل افريدي، صوبائي وزير مينا خان افريدي اؤ شفيع الله افريدي پشمول دنورو ملزمانو داشتهاري ګرځولو دکارروايۍ باقاعده اغاز کړے دے. دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين دکيس سماعت کړے دے چې پکښې دملزمانو خلاف د٢٦م نومبر په احتجاج په رمنا تاڼه کښې  مقدمه درج کړے شوې وه. دعدالت لخوا دملزمانو دڅو کرته  طلب کولو باوجود هم دهغوي په نۀ پيش کيدو کارروائي شروع کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي