دسانحې په دوران په سوات کښې هيلي کاپټر موجود ؤ، دتحقيقاتي کميټۍ ذريعې
دخېبرپښتونخوا په سوات ضلع کښې مخې ته دراغلې پېښې په حواله دجوړې کړے شوې تحقيقاتي کميټۍ ذريعو انکشاف کړے دے چې په سوات کښې دپېښې په وخت هيلي کاپټر په سوات کښې موجود ؤ.
ذريعو دې لړ کښې انکشاف کړے دے چې دپېښې نه پس په سوات کښې هيلي کاپټر موجود ؤ خو انتظاميې لخوا کومه رابطه نۀ ده شوې،
ذريعو وئيلي دي چې دتربيت يافته عملې دنيشتوالي په وجه په امدادي کارروايۍ کښې ځنډ شوے دے. دريسکيو١١٢٢ ذريعو ترمخه دسوات لپاره ګڼ لامبوزن بهرتي کړے شويدي خو هغوي خپلو ډيوټيو له دراتللو پځائے دپارټۍ قايدينو اؤ وزيرانو سره وخت تيرولو سره دسرکاري خزانې نه تنخا اخلي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0