ايران امريکې سره دجوهري مذاکراتو لپاره سخت شرائط کيښودل
داسرائيلو دحملو نه پس ايران اؤدامريکې ترمينځ په جوهري معاهده دکيدونکو مذاکراتو پينځم دور تر دې مهاله دځنډ ښکار دے.
فرانسيسي اخبار سره په مرکه کښې دايران خارجه وزير عباس عراقچي دامريکې سره دجوهري مذاکراتو دبحالۍ په اړه ديوې پوښتنې په جواب کښې وئيلي دي چې امريکا که دغلطيو ازاله وکړي نو مذاکرات دوباره شروع کيدے شي.
دايران خارجه وزير ووئيل دامريکې حملو سره چې دايران جوهري تنصيباتو ته کوم نقصان رسيدلے، ددې دمعاوضې طلب کولو پوره حق لرو.
دۀ ووئيل چې امريکې سره که تعلقات وي او که دمذاکراتو بحالي، هغه باوقاره وي اؤ دخپل مينځي احترام په بنياد به وي، دکوم لپاره چې به امريکې ته خپله رويه بدلول وي.
دۀ ووئيل چې په جوهري معاهده دمذاکراتو بحالۍ لپاره به امريکې ته په ايران دنورو حملو نه کولو ضمانت هم ورکول وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0