تل ابيب کښې په ايران اؤ غزه داسرائيلي حملو خلاف احتجاج

Jun 15, 2025 - 22:28
Jun 15, 2025 - 23:04
 0  1
تل ابيب کښې په ايران اؤ غزه داسرائيلي حملو خلاف احتجاج

تل ابيب کښې په ايران اؤ غزه داسرائيلي حملو خلاف احتجاج شوے دے

 دټائمز اف اسرائيل درپورټ ترمخه د تل ابيب  حبيما اسکوائر کښې دغزه جنګ اؤ په ايران داسرائيلي حملو خلاف تقريباً پينځه ديرش کسانو  احتجاج کړے دے

   داحتجاج په دوران پوليسو کم از کم درې  مظاهرين نيولي دي. ګرفتار شوو کښې  جنګ مخالفه کارکن ايتمار ګرين برګ هم شامل دے

 پوليس اهلکارو  په دوي ګرفتارۍ کښې دمزاحمت الزام لګولے دے، هغوي چغې وهلې چې مزاحمت نۀ کوي.

کله چرې مظاهرين دنعرې لګولو لپاره تياريدل نو تقريباً درې درځنه پورې پوليس اهلکار هلته ورسيدل

 حالانکې سړک زياتره خالي وو. پوليسو احتجاج دائي ډي ايف هوم فرنټ کمانډ دقواعدو  لاندې غيرقانوني ګرځولے دے دکوم ترمخه چې دميزائيل خطرې په سبب دعوامي اجتماعاتو اجازه نۀ شي ورکړے کيدے.

 ددې نه پس مظاهرين سکوائر کښې په خاموشۍ سره خوارۀ شويدي، دوي پلے کارډونه پورته کړي وو اؤ احتجاج ئې کړے چې پرې غزه دايران دحملو خلاف نعرې درج وې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي