ايران ديورينيم دغني کولو پيداوار سيوا کړو، ائي اے اي اے

د بين الاقوامي جوهري توانايۍ ايجنسي( ائي اے اي اے) ديو خفيه رپورټ ترمخه ايران په اوسنيو مياشتو کښې دانتهائي افزوده( غني) يورينيم پيداوار کښې اضافه کړې ده.
دغيرملکي خبري ادارې ( اے ايف پي) ترمخه دايران او متحده قامونو جوهري نګرانې ادارې ترمينځ دتاؤتريخوالي ٢٠١٥م معاهدې نه پس څو ځله مخې ته راغلے دے چې پکښې دبنديزونو نه دنجات په بدله کښې دتهران جوهري پروګرام ودرول شوے ؤ.
دائي اے اي اے تازه رپورټ په داسې وخت کښې مخې ته راغلے چې تهران پخپله جوهري پروګرام دامريکې سره مذاکرات کوي.
دوي پخپل درې مياشتيز رپورټ کښې وئيلي دا خبره دتشويش وړ ده چې ايران ١٧مې مئ پورې څلور سوه اته اعشاريه شپږ کلو ګرامه يورينيم افزوده کړي، چې شپيته فيصده پورې دي، فرورۍ کښې جاري کړے شوي اخري رپورټ ترمخه تهران يو سل درې ديرش اعشاريه اتۀ کلو ګرامه يورينيم غني کړي دي.
What's Your Reaction?






