غزه کښې داسرائيلو حملې،پۀ يوه ورځ کښې 140 فلسطينيان شهيدان

May 19, 2025 - 02:37
 0  0
غزه کښې داسرائيلو حملې،پۀ يوه ورځ کښې 140 فلسطينيان شهيدان
Israeli soldiers in the Tal as-Sultan area in Rafah governorate [File: Handout: Israel army via Reuters]

د فلسطين په محصور سيمه غزه د اتوار په ورځ د اسرائيل فضائي  حملو كښې 140 كسان شهيدان شوي،چې پكښې   يو شمير ماشومان هم شامل دي

دقطري خبري رسنۍ  الجزيره ترمخه  روغتيائي سرچينو ورته وئيلي دي چې  دغزه په پټۍ کښې د اتوار دسحر راهسې   اسرائيلي فضائي حملو کښې 140 فلسطينيان شهيدان شويدي. سرچينو وئيلي دي چې 69 کسان په غزه ښار اؤ شمالي غزه پټۍ کښې شهيدان شويدي. ددې نه وړاندې  دهسپتال چارواکو وئيلي وو چې   په جنوبي غزه کښې په المواصي  کښې  دبې کوره شوو خلقو په يو کيمپ  داسرائيلو لخوا حمله شوې ده چې پکښې  دماشومانو پشمول په لسګونو کسان شهيدان شويدي، دغه کسان پخپلو خيمو کښې اودۀ وو.

د غزه سول ډيفنس ايجنسۍ وئيلي   دي چې د اسرائيل د اړخه پوځي مهم كښې د پراختيا اعلان نه يوه ورځ پس د اتوار په ورځ د اسرائيل د بريدونو له امله   33 كسان  وژل  شوې دي په دې كښې د نيمي څخه زيات ماشومان دي۔

 شهري دفاع وياند محمود بسال اے ايف پي ته ووئيل د غزه پټي سوئيلي سيمي المواسي كښې بې كوره شوي فلسطينيانو له پناه وركونكو خيمو سهار وختي شوي  حملو كښې 22 كسان مړه او 100 نور ژوبل شوې دي دغسې شمالي غزه په جباليه كښې په كور بريد كښې 7 كسان مړه شوې دي،

همدا شان  دې سيمه كښې العوده روغتون ته هم زيان رسيدلې۔ د اسرائيل پوځ د خالي په ورځ اعلان کړی چې 19 مياشتو څخه زيات جنګ نه پس د حماس عسکريت خوښو له ماتي وركولو لپاره غزه كښې خپلي کارروائي تندوي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي