ايران زما دقتلولو کوشش کړے دے، نيتن ياهو

Jun 16, 2025 - 13:57
 0  0
ايران زما دقتلولو کوشش کړے دے، نيتن ياهو

 اسرائيلي وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو په اران تور پورې کړے دے چې دهغه دقتلولو  کشوش ئې کړے دے، ايران  دهغه دبيډروم دکړکۍ سره نزدې ميزائيل فائر کړے دے چې په هدف نۀ دے لګيدلے.

فاکس نيوز سره په يوه مرکه کښې نيتن ياهو وئيلي دي  ايران دهولو کاسټ دوباره کولو خواهش لري، ځکه هغه دايران  ايټمي پروګرام تباه کول غوښتل.

دۀ دعوه کړې ده چې  ايران امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ خپل ترټولو لوئې دشمني ګڼي  اؤ دهغه دقتلولو خواهش لري.

نيتن ياهو ووئيل ډونلډ ټرمپ ايراني جنرل قاسم سليماني قتل کړے ؤ اؤ اسرائيل به دايران دايټمي پروګرام په مکمله توګه دتباه کولو لپاره هر ممکن اقدام کوي.

نيتن ياهو دايران په سيوا کيدونکي طاقت دژورې اندېښنې څرګندونه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې  ايران ايټمي وسلې زمونږ په نخښه کولو لپاره تياروي.

هغه دايران دبيلسټک ميزائيلونو دپروګرام حواله ورکړې اؤ وئيلي ئې دي چې ايران کليز  درې زره شپږ سوه بيلسټ ميزائيلونه تيارولے شي، يعنې په يو کال کښې لس زره ميزائيلونه جوړولے شي چې دسيمې دسلامتۍ لپاره سخته خطره ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي