غزه کښې دحماس لويه حمله،٥ اسرائيلي پوځيان هلاک،١٤ ژوبل

Jul 8, 2025 - 11:55
 0  0
غزه کښې دحماس لويه حمله،٥ اسرائيلي پوځيان هلاک،١٤ ژوبل

 دشمالي غزه علاقه بيت حانون کښې دحماس سره په نښته کښې ٥ صيهوني پوځيان هلاک شوي او ١٤ نور ژوبل شويدي چې  پکښې ددوو حالت تشويشناک دے.

 دميډيا رپورټونو ترمخه دغه نښته دشپې په وخت شوې ده کله چې اسرائيلي پوځيان دګشت په دوران دسړک دغاړې دبم ښکار شويدي.

اسرائيلي پوځ وئيلي دي چې  دژوبل شوو اهلکارو راويستلو په دوران دسختو ډزو تبادله شوې، ژوبل شوي پوځيان هسپتال ته وړل شوي اؤ ددوي کورنيو ته اطلاع ورکړل شوې ده.

دپوځ ترمخه په کوم مقام چې نښته شوې، په هغې لومړے  فضائي حملې شوې وې، دابتدائي تحقيقاتو نه معلومه شوې ده چې اهلکار دپيدل ګشت په دوران دبم ښکار شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي