پېښور،د وزيراعلي علي امين ګنډاپور د سي ايم ايچ دوره

Jun 30, 2025 - 23:19
 0  2
پېښور،د وزيراعلي علي امين ګنډاپور د سي  ايم  ايچ دوره

   د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور د پيښور سي ۔ ايم ۔ ايچ هسپنال دوره وکړه او تيره ورځ وزيرستان کښې د ژوبلو شوو فوځيانو  د حال پوښتنه ې وکړه

۔ وزيراعلي دوي له ګلدستې ورکړې ۔ ده د شهيدانو شوو د لوړو درجاتو او ژوبلو شووکسانو د زر صحت يابۍ د پاره خاص دعاګانې وکړې ۔ وزيراعلي ووې د امن د قايمولو د پاره د سکيورټي فورسز قربانۍ د چا نه پټې نه دي او مونږ دې ته د قدر په نظر ګورو

۔ علي امين خان ووې حکومت غواړي چې صوبه کښې دې مکمل امن و امان قايم شي او دې سلسله کښې د سکيورټي فورسز قربانۍ  مونږه ټولو ته ښکاره دي

 ۔ ده زياته کړه چې د حکومت او زمونږ د بهادرو فورسز حوصلې لوړې دي او په هر صورت به د اولس په مرسته دهشت ګردو ته ماتې ورکوو ۔

 ده ووې د دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې ټول قام د سکيورټي فوزسونو په شا ولاړ دے ۔ده اعلان وکړو  چې  ژوبلو شوو او د شهيدانو شوو  کورنو ته به د صوباي حکومت له خوا مناسب پيکج ورکولے شي ۔

په دې موقعه د وزير اعلي د اطلاعاتو مشير ۔ چيف سيکټري او ايډيشنل داخله سيکټري هم د وزيراعلي سره ورغلي وو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي