شانګله کښې ترهه ګرو سره نښته کښې درې پوليس اهلکار شهيدان، دوه ترهه ګر ووژل شول
شانګله( وحدت خبر) شانګله کښې د پوليسو او ترهګرو تر منځ د ډزې په تبادله کښې درې پوليس اهلکار شهيدان او دوه ترهګر وژل شوي دي۔ د شانګلې په کابلګرام سيمه کښې د پوليسو لخوا د ترهګرو ضد عمليات شوي چې پکښې د ترهګرو او پوليسو تر منځ مخامخ جګړه وشوه۔ دواړو خواوو تر منځ د ډزو تبادله وشوه، چې په دې کښې دوه ترهګر وژل شوي دي، خو د ترهګرو د ځوابي ډزو له کبله درې پوليس اهلکار هم شهيدان شول۔ پوليسو ويلي دي چې د ترهګرو ضد عمليات به دوام وکړي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0