پاکستان سره به صرف په ترهه ګرۍ اؤ ازادکشمير خبره کيږي، نريندر مودي

May 13, 2025 - 10:44
 0  2
پاکستان سره به صرف په ترهه ګرۍ اؤ ازادکشمير خبره کيږي، نريندر مودي
India's Prime Minister Narendra Modi

بهارتي وزيراعظم نريندر مودي  وئيلي دي چې  ملک به ئې  په مستقبل کښې کومې ممکنه ترهه ګرې حملې ته  سخت جواب ورکوي.

نريندر مودي دغه څرګندونې  پاکستان سره دڅلورو ورځو پوځي نښتو وروسته کړي دي.

نريندر مودي وئيلي دي چې دا  د جنګ دور نۀ دے خو دا دترهه ګرۍ دور هم نۀ دے. 

 يوځل بيا وئيلي دي چې  ترهه ګري او مذاکرات په يو ځائے نۀ شي چليدے، نريندر مودي وئيلي دي چي پاکستان سره به صرف په ترهه ګرۍ اؤ ازادکشمير خبره کيږي،  

 دۀ وئيلي دي چې   په ايټمي بليک ميلنګ کښې به نۀ راځم، اوبه او وينه په يو ځائے نۀ شي بهيدلے، دۀ وئيلي دي چې ترهه ګري او مذاکرات په يو ځائے نۀ شي چليدے

 قوم ته   هندي وزيراعظم پخپله وينا کښې  دپهلګام پېښه ظلم ګرځولے اؤ په پاکستان ئې روايتي الزامونه لګلوي دي.

دۀ ووئيل چې نيونارمل دا دے چې  بهارت به په ځان دحملې فوري جواب ورکوي، دۀ ووئيل چې تجارت، مذاکرات اؤ دهشت ګردي په يو ځائے نۀ شي چليدے.

 دۀ ووئيل چې  کۀ چرې دپاکستان سره مذاکرات کيږي نو دترهه ګرۍ په خاتمه به کيږي  اؤ کۀ په کشمير خبره کيږي نو هغه به ازاد جمو او کشمير کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي