پاکستان په سيمه کښې امن ته ليواله دے، جنرل سيد عاصم منير

May 6, 2025 - 10:25
 0  0
پاکستان په سيمه کښې امن ته ليواله دے، جنرل سيد عاصم منير
General syed Asim Muner,ISPR

 دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل سيد عاصم منير وئيلي دي چې پاکستان په سيمه کښې امن ته ليواله دے خو پخپل سالميت به کومه سمجهوته نۀ کوو.

 دائي ايس پي ار ترمخه  ارمي چيف جنرل سيد عاصم منير ١٥م نيشنل ورکشاپ بلوچستان دبرخه والو سره په جي ايچ کيو  کښې ليدنه کړې ده.

 په دې موقعه پخپله وينا کښې ارمي چيف ووئيل چې په بلوچستان کښې جاري ترقياتي منصوبې داولسي ښيګړې لاپره اهم کردارادا کوي، دشمن عناصر په بلوچستان کښې ويره او انتشار خورول غواړي،دوي به کاميابيدو ته پرې نږدو.

 دۀ ووئيل چې غيرملکي سپانسرډترهه ګري  دبلوچستان دسيکورټي لپاره سنګينه خطره ده، دترهه ګرۍ هيڅ مذهب، مسلک يا قوم نۀ وي، په قومي يو والي سره به ئې مقابله کوو.

دۀ ووئيل چې دبلوچ دپيژندګلو په نوم ترهه ګري کوونکي دبلوچانو په غيرت داغ دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي