ترکي کښې دقربانۍ په دوران ١٤ زره کسان ژوبل

Jun 9, 2025 - 17:25
 0  0
ترکي کښې  دقربانۍ په دوران ١٤ زره کسان ژوبل

په ترکيه کښې  دغټ اختر په وړومبۍ ورځ دڅاروو ذبح کولو په دوران ١٤ زره ٣٧٢ کسان ژوبل شويدي، زياتره کسان په چاړو دلګيدو اؤ يا دڅاروو وهلو په سبب  ژوبل شويدي.

دترکيې دصحت وزير ميډيا ته وئيلي دي چې صر په انقره کښې يو زر يو کم پنځوس ، په استنول کښې ٧٥٣ او په کونيا کښې ٦٥٥ کسان ژوبل شوي او هسپتال ته رسول شويدي.

دصحت وزير عوامو ته اپيل کړے چې  دماهرو اؤ پېشه ورو قصابانو خدمات دې ترلاسه کړي چې دغه شان دحادثو نه بچ شي.

 تيرکال هم په ترکيه کښې په دغه شان پېښو کښې خواؤشا ١٦ زره کسان ژوبل شوي وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي