دهند دخارجه وزير دپاک وهند تاوتريخوالي کمولو کښې دامريکائي کردار اعتراف
دهند خارجه وزير ايس جے شنکر دا خبره تسليم کړې ده چې دپاکستان او هند ترمينځ دتاؤتريخوالي په راکمولو کښې امريکې کردار ادا کړے دے.
په يوه اوسنۍ انټرويو کښې جے شنکر انکشاف کړے دے چې امريکې دپاکستان او هند دواړو ملکونو سره رابطې کړيدي، نورو ملکونو هم دحالاتو بهتر کولو لپاره کوششونه کړي دي
دۀ وئيلي دي دا دمعمول خبره ده چې کله دوه ملکونه په تاؤتريخوالي کښې مبتلا وي نو نور ملکونه دفکرمندۍ اظهار کوي او دمداخلت کوشش کوي
جے شنکر ووئيل دجنګ بندۍ اصل فيصله دپاکستان او هند ترمينځ نيغ په نيغه شوې ده.
ددې نه وړاندې هندي سيکرټري خارجه وکرم مسري په جنګ بندۍ کښې دامريکائي کردار ترديد کړے ؤ.
هغه پارليماني کميټۍ ته وئيلي وو چې جنګ بندي وه اړخيزه وه او امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ پکښې کوم باضابطه کردار نۀ دے ادا کړے
ډونلډ ټرمپ په لسمه مئ پخپل يو بيان کښې دعوه کړې وه چې دهغه په کوششونو سره پاک وهند جنګ بندي يقيني شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0